هرات مرکز کې د کيوکوشين کای کان کراټې سيالۍ پای ته ورسېدې
د هرات ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست له لوري د ياد ولايت په ورزشي جمنازيوم کې د ۱۸۶ ورزشکارانو ترمنځ د کيوکوشين کای کان کراټې د کانچو ماتسويي LKO سبک شپږ دېرشم پړاو سيالۍ پای ته ورسېدې.
دغه سيالۍ په بېلابېلو کټګوريو کې ترسره شوې، چې په پايله کې ۷۶ تنو د اتلولۍ مقامونه خپل کړل او د ډاليو ګټونکي شول.
د يادو سياليو موخه د ورزشکارانو، روزونکو او لوبڅارانو فني او تخصصي سطحه لوړول و، چې دوې ورځې يې دوام وکړ.
