هرات؛ په ګلران ولسوالۍ کې د "يووالي او يو بل منلو" په نوم د لس غوره لوبډلو ترمنځ د فوټبال جام سیالۍ پیل شوې
د هرات ولایت د ورزش ریاست او ګلران ولسوالۍ ورزشي امر په همکارۍ د "يووالي او يو بل منلو" په نوم د ګلران ولسوالۍ د کليو او مرکز د لس غوره لوبډلو ترمنځ د فوټبال جام سیالۍ پیل شوې.
دغه سیالۍ چې په ګلران ورزشي لوبغالي کې ترسره کيږي موخه يې د ورزشکارانو ترمنځ يووالى يو بل منل او په ولسواليوکې د ورزش وده او پرمختګ دى.
د دغو سياليو د پيل لوبه د اتحاد زيره ګي او نوجوانان لوبډلو ترمنځ وشوه چې ٢-١ د اتحاد زيره ګي لوبډلې وګټله.
