هرات؛ په پل پشتون سيمه کې د اس ځغلونې اتم پړاو ټاکنيزو ملي سياليو ورزشکارانو ته د اس ځغلونې سمينار ورکړل شو

org_admin
شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۹ - ۲۰:۲۹
هرات؛ په پل پشتون سيمه کې د اس ځغلونې اتم پړاو ټاکنيزو ملي سياليو ورزشکارانو ته د اس ځغلونې سمينار ورکړل شو

د المپيک بدني روزنې او ورزش عمومي رياست اړوند د‌ اس ځغلونې ملي فدراسيون له‌ لوري په هرات ولايت کې د اس ځغلونې اتم پړاو ملي ټاکنيزو سياليو ورزشکارانو ته د استاد قدرت الله راسخ او داکتر محمد عتیق احمدزي له لوري د اس ځغلونې د قانون او مقررې اړوند سمينار ورکړل شو.

دغه سيالۍ چې د هرات ولايت په کوربتوب ترسره کېږي په دوو سبکونو (يورغه او سرعتي) کې چې يورغه به په ۸۰۰ او ۱۲۰۰ متره او سرعتي به په ۸۰۰ او ۱۲۰۰ متره واټن کې، چې نن ورځ به په رسمي توګه پيل شي او يوه هفته به دوام وکړي.

تمه ده چې د دغو سياليو په‌ پايله کې به له ۱۶ ولايتونو ۷۱ اس ځغلونکو او اسونو څخه په دواړو سبکونو کې ۱۶ اسونه‌ او ۱۶ اس ځغلونکي د هيواد په کچه د ملي لوبډلې لپاره وټاکل شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۹ - ۲۰:۳۸
Background image

بلخ لوبډلې د شمال زون په کچه د فوټبال سياليو اتلولي وگټله

د بلخ ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همغږي، د فوټبال ملي فدراسیون له لوري د ياد ولايت په مرکز مزارشريف ښار کې د پنځو ولايتونو ترمنځ د شمال زون په کچه فوټبال سيالۍ د بلخ لوبډلې په. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۹ - ۲۰:۳۷
Background image

زابل کې د ۸ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پيل شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همکارۍ، د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز قلات ښار کې له ۳ ولايتونو د ۸ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پيل شوې.

په يادو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۹ - ۲۰:۳۵
Background image

هرات؛ په پل پشتون سيمه کې د موټر سايکل ځغلونې ورزشي نندارې ترسره شوې

د هرات ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د موټرسايکل ځغلونې فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په پل پشتون سيمه کې له ۱۰۰ زياتو ورزشکارانو ترمنځ د موټرسايکل ځغلونې نندارې. . .

BACK TO NEWS