هرات؛ مرکز کې د ۶۵ ورزشکارانو ترمنځ د جمناستیک دوستانه سیالۍ ترسره شوې

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۳/۲۲ - ۱۰:۵
هرات؛ مرکز کې د ۶۵ ورزشکارانو ترمنځ د جمناستیک دوستانه سیالۍ ترسره شوې

د هرات ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د جمناستیک فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت مرکز ښار کې له لسو کلبونو د ۶۵ ورزشکارانو ترمنځ د جمناستیک دوستانه سیالۍ ترسره شوې.

دغه سیالۍ د نوي ځوانانو او ځوانانو په عمري کټګورۍ کې د ورزشکارانو ترمنځ ترسره شوې.

د یادو سیالیو موخه د جمناستیک ورزش ته وده ورکول و.

د سیالیو په پای کې د هرات ولایت ورزشي ریاست له لوري زیاتو ورزشکارانو ته مډالونه او ستاینلیکونه ورکړل شوه.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۲۰:۵۸
Background image

د جودو افغان ورزشکار له یوې بریا او ماتې وروسته له سیالیو بهر شو

د جاپان ایچي ناګویا ۲۰م پړاو د اسیا المپیکي سیالیو جودو برخه کې حکمت الله رحماني په منفي ۶۶ کیلو ګرام وزن کې لومړۍ سیالي له کمبودیایي سیال څخه وګټله او دویمه لوبه کې یې د منګولیایي سیال. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۲۰:۵۲
Background image

بلخ؛ شورتپې ولسوالۍ کې د ۸۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزې سیالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په شورتپې ولسوالۍ کې د ۸۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزي سیالۍ وشوې.

د دغو سیالیو په پایله کې د ۱۰ جوړو لوبې مساوي او ۳۰. . .

BACK TO NEWS