هرات؛ د کېوان کېک بوکسېنک سبک اووه پنځوسم پړاو سیالۍ ترسره شوې
په هرات ولایت کې د وروستۍ زلزلې د شهیدانو جام په نوم د ۸۰ زلمیو، ځوانو او لویو ورزشکارانو ترمنځ د کېوان کېک بوکسېنګ سبک اووه پنځوسم پړاو سیالۍ ترسره شوې.
دا سیالۍ د هرات ولایت په مرکزي جمنازیوم کې ترسره شوې، چې د یاد ولایت د بدني روزنې او سپورت ریاست مسئولانو او د دې سیالۍ ګڼو مینوالو پکې برخه اخیستې وه.
د دغو سیالیو د ترسراوي موخه د هرات ولایت د وروستۍ زلزلې د شهیدانو ارواوې خوشالول وو، چې په پای کې د هرات ولایت د بدني روزنې او سپورت ریاست او نورو ورزشي فدراسیونونو له لوري غوره ورزشکارانو ته ستاینلیکونه، کمربندونه او مډالونه ورکړل شول.
