هرات؛ د پامیر غر ختونکو ډله د دوندر غرونو د لړۍ ۳۶۰۰ متره لوړې څوکې ته پورته شوله
د هرات ولايت د غر ختنې فدراسيون د رييس نجيب الله صديقي تر څارنې لاندې د پامير د غره ختنې شپږ کسيزه ډله د ٣٦٠٠ متره په لوړوالي لوړې څوکې ته ته پورته شوله.
دغه لوړه څوکه د هرات ولایت د کرخ ولسوالۍ اړوند دوندر د غره په لمن کې موقعيت لري او یادې لوبډلې وکولای شو یوازې په شپږو ساعتونو کې یې لوړې څوکې ته ورسیږي.
د دې ورزشي پروګرام موخه د هرات او نورو ولایتونو د غرونو لوړې څوکو ته ځان رسول او د غر ختنې په برخه کې د نویو تجربو ترلاسه کول وو.
