هرات؛ د موټرسایکل ځغلونې په زړه پورې اوونیزې سیالۍ وشوې
د هرات ولایت د څه باندې شل تنو موټرسایکل ځغلوونکو ترمنځ د مالان پله په لاره او د یاد ولایت د سپورت مسؤولینو په حضور کې د موټر سایکل ځغلونې په زړه پورې سیالۍ وشوې.
د هرات د بدني روزنې او سپورت رييس مولوي ګلاب الدين خپلواک په خبره، چې د دغو سياليو له ترسره کېدو يې موخه د موټرسايکل چلونې وده او پراختیا ده.
د هرات ولایت موټرسایکل چلوونکي په دې ورزش کې خورا ښه وړتیا لري او سږ کال يې د افغانستان پر کچه لومړی مقام خپل کړ.
ياده دې وي، چې دغه سيالۍ هره جمعه د مالان پل په موټرسايکل ټرېک کې د زرګونو نندارچيانو په شتون کې ترسره کېږي.
