هرات؛ درخشان مانا لوبډلې د جوانان بسکټبال ټاکنیزې سیالیو اتلولي خپله کړه

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۳/۳ - ۹:۴۹
هرات؛ درخشان مانا لوبډلې د جوانان بسکټبال ټاکنیزې سیالیو اتلولي خپله کړه

د هرات ولایت د بسکټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري یاد ولایت کې د پنځو لوبډلو ترمنځ د جوانان بسکټبال سیالۍ د درخشان مانا لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

دغو سیالیو، چې پنځه ورځې یې دوام وکړ، په پایله کې درخشان مانا لوبډلې لومړی، سرخ پوشان لوبډلې دویم او اریا لوبډلې درېیم مقام ترلاسه کړ.

په دغو سیالیو کې محمد اسماعیل ایوبي له سرخ پوشان لوبډلې غوره شوټر او پیمان نوري له درخشان مانا لوبډلې غوره لوبغاړی وټاکل شو.

د یادو سیالیو موخه هرات ولایت منتخبې لوبډلې ته د لسو غوره لوبغاړو موندل دي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۲۱:۱۹
Background image

د نن ورځې لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

د نن ورځې لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۲۱:۸
Background image

پکتیکا؛ مرکز ښرنه کې د کې- ون کېک بوکسېنګ ١٠٠ ورزشکارانو ته د ارتقأ کمربندونه ورکړل شول

د پکتیکا ولایت د بدني روزمې او ورزش آمریت له لوري د کې- ون کېک بوکسېنګ فدراسیون ١٠٠ ورزشکارانو ته د ارتقأ بېلابېل کمربندونه ورکړل شول.

د کمربندونو ورکولو په دغه مراسمو کې د پکتیکا. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۶:۳۹
Background image

زابل؛ مرکز قلات ښار کې د ۵۴ ورزشکارانو ترمنځ دکیک بوکسنګ سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت له لوري د یاد ولایت مرکز قلات ښار کې له اتو کلبونو د ۵۴ ورزشکارانو ترمنځ د کېک بوکسېنګ سیالۍ ترسره شوې، چې دوې ورځې یې دوام وکړ.

دا سیالۍ د نویو. . .

BACK TO NEWS