هرات؛ باختر لوبډله د کشک رباط سنګي ولسوالۍ د فوټبال سياليو اتله شوه

org_admin
شنبه ۱۴۰۲/۴/۱۷ - ۱۱:۵۵
هرات؛ باختر لوبډله د کشک رباط سنګي ولسوالۍ د فوټبال سياليو اتله شوه

د فوټبال دغه سيالۍ چې د هرات ولایت د ورزش رياست له لوري د کشک رباط سنګي ولسوالۍ د لسو لوبډلو ترمنځ نږدې يوه مياشت وړاندې د رباط سنګي ولسوالۍ د فوټبال په لوبغالي کې پيل شوې وې، د باختر لوبډلې په اتلولۍ پاى ته ورسېدې.

په دغو سياليو کې د هرات ولایت د ورزش او د ښاروالۍ رياست مسوولينو، روزونکو، ورزشکارانو او د دې رشتې ګڼو مينه والو شتون درلود.

د يادو سياليو په پايلوبه کې د باختر لوبډلې ٥-٤ ګولونه په توپیر طوفان لوبډلې ته ماتې ورکړه او د دغو لومړى مقام يې ترلاسه کړ.

همداراز د طوفان او يکه دوکان لوبډلو په ترتيب سره دويم او درېيم مقامونه وګټل.

په همدې حال کې د باختر لوبډلې لوبغاړي محمد عارف د دغو سياليو غوره لوبغاړى و نومول شو.

دغه سيالۍ د رباط سنګي ولسوالۍ د فوټبال د ودې، ورزش ته د ځوانانو هڅول، د دې ولسوالۍ فوټبال ته د غوره ورزشکارانو ټاکلو او د ورزشکارانو ترمنځ د يووالي رامنځته کولو په موخه ترسره شوې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۲۲:۱۶
Background image

د نن ورځې لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

د نن ورځې لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۲۲:۱۵
Background image

رسنیز بلنلیک!

رسنیز بلنلیک!

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۲۲:۱۳
Background image

رسنیز بلنلیک!

رسنیز بلنلیک!

BACK TO NEWS