نیمروز ؛ زرنج ښار کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د موی تای سیالۍ ترسره شوې

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۲۱ - ۱۸:۵۵
نیمروز ؛ زرنج ښار کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د موی تای سیالۍ ترسره شوې

د نیمروز ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د موی تای فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت زرنج ښار کې د روژې جام په نوم د درې کلپونو ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د موی تای سیالۍ پای ته ورسېدې.

دغو سیالیو ته د هېواد موی تای ملي فدراسیون رییس مطیع الله نوري او دولتي امرینو ګډون کړی و، چې په پایله کې د نوري اتلانو کلپ لومړی مقام، تک رزم افغان کلپ دویم مقام او ش ه ی د عصمت الله کلپ درېیم مقام ترلاس کړ.

د یادو سیالیو موخه د موی تای ورزش ته وده ورکول و.

د سیالیو په پای کې غوره ورزشکارانو ته چمتو شوي ستاینلیکونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۰:۲۲
Background image

هلمند؛ ګرشک ولسوالۍ کې د ۴۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې د ۴۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د ګرشک ځوانانو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

BACK TO NEWS