نیمروز؛ مرکز زرنج ښار کې د ۴۵ ورزشکارانو ترمنځ د غېږنیونې سیمه ییزې سیالۍ وشوې
د نیمروز ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د ملي او دودیزو لوبو مدیریت له لوري د یاد ولایت په مرکز زرنج ښار کې د ۴۵ ورزشکارانو ترمنځ د غېږنیونې سیمه ییزې سیالۍ وشوې.
دغه سیالۍ په بېلا بېلو کټګوریو کې ترسره شوې، چې په په پایله کې ۱۲ تنو د اتلولۍ مقامونه ترلاسه کړل او د ډالیو ګټونکي شول.
د یادو سیالیو موخه د غېږنیونې سیمه ییزو لوبو ته وده ورکول و، چې دوې ورځې یې دوام وکړ.
