نيمروز؛ په زرنج ښار کې د موی تای ملي ټاکنيزې سيالۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۳ - ۲۱:۴۳
نيمروز؛ په زرنج ښار کې د موی تای ملي ټاکنيزې سيالۍ پای ته ورسېدې

د نيمروز ولايت په کوربتوب د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست اړوند د موی تای ملي فدراسيون له لوري د ياد ولايت په مرکز زرنج ښار کې د هيواد په کچه د موتای ملي ټاکنيزې سيالۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سياليو د پايلوبې په مراسمو کې د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رييس مولوي احمدالله وثيق، د ياد ولايت معاون سليمان اغا صاحب، د ورزش ریاست ورزشي مشاور قاري حيات رحماني، د نيمروز ولايت د ورزش ادارې امر قاري احمد شاه مبارز، د وزلوبې ملي فدراسيون رئيس سرور جلال ، د ورزش ریاست د خدماتو امر احمد ناصر زاخېلي، د پارکور ملي فدراسيون رييس نجيب الله محمدي، د موی تای ملي فدراسيون رييس حاجي مطيع الله نوري، ورزشکارانو او د ورزش ګڼو مينوالو ګډون کړی وو.

د دغو سياليو د‌ پايلوبې په مراسمو کې د المپيک بدني روزنې او ورزش عمومي رئيس مولوي احمد الله وثيق ګډونوالو ته ښه راغلاست ووايه او له مرکز څخه ليرې په ياده ورزشي برنامه کې په ګډون يې خوښي څرګنده کړه.

ښاغلي وثیق ورزشکارانو ته ډاډ ورکړ، چې د ورزش اداره يې هر اړخيز ملاتړ کوي او هڅه کوي، چې د دوی لپاره نه يوازې پر کور د ننه؛ بلکې له هيواد څخه بهر هم د سياليو زمينه چمتو کړي.

ورپسې د هيواد د ورزش ادارې ورزشي مشاور قاري حيات الله رحماني خبرې وکړې، ورزشکارانو ته يې د ورزش په ډګر کې د ښې راتلونکې غوښتنه وکړه او له ورزشکارانو يې وغوښتل چې په ورزشي ډګر کې په اسلامي روحيه سيالۍ ترسره کړي او د ورزشي اخلاقو ترڅنګ اسلامي اخلاق خپل کړي.

د ياد ولايت ورزشي امر قاري احمد شاه مبارز او حاجي مطيع الله نوري هم خبرې وکړې، نيمروز ولايت ته يې د ورزش ادارې د رهبري پلاوي ورتګ نېک‌ اقدام ياد کړ او په راتلونکي کې يې نوموړي ولايت ته د دوی د لا زياتې پاملرنې غوښتنه وکړه.

د‌ يادونې وړ ده چې د موی تای يادې سيالۍ، چې د نيمروز ولايت په کوربتوب د ايران مهاجرينو په ګډون د ۱۴ ولايتونو د ۱۷۰ ورزشکارانو ترمنځ پنځه ورځې وړاندې پيل شوې وې، په‌ پايله کې کابل د ۱۵ طلا، ۱۳ نقرې او ۱۱ برنزو مډالونو په ګټلو سره لومړی، نيمروز د ۱۰ طلا، ۱۳ نقرې او ۱۳ برونزو مډالونو په ګټلو سره دويم او هرات د ۶ طلا، ۵ نقرې او ۲ د برنزو مډالونو په‌ ګټلو سره درېيم مقام خپل او يادې سيالۍ پای ته ورسېدې.

د‌ يادونې وړ ده، چې دغو سياليو پنځه ورځې دوام‌ وکړ او په پايله کې د هيواد په کچه ۸۴ تنه ورزشکاران د موی تای ملي لوبډلې لپاره وټاکل شول.

هېره دې نه‌ وي چې په‌ پای کې غوره ورزشکارانو ته مډالونه، کپونه او د قهرمانۍ حکمونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۵:۲۵
Background image

کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د ۸۰ پهلوانانو ترمنځ شپنۍ سيالۍ وشوې

د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همغږۍ، د سامبو کورش فدراسیون د استازولۍ له لوري د امام صاحب ولسوالۍ په شېرخان بندر سيمه کې له پنځو ولايتونو ۸۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش آزادې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۵:۲۱
Background image

د غزني مرکز کې د ۲۲ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د غزني ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د واليبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت له مرکز او ولسواليو څخه د ۲۲ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې، چې يوه اوونۍ. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۵:۱۸
Background image

کندز؛ امـام صاحب ولسوالۍ کې د فوټسال الـف ليگ سیالۍ پای ته ورسېدې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همغږۍ، د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په امام صاحب ولسوالۍ کې د ۱۳ لوبډلو ترمنځ د فوټسال الف ليگ گروپي سیالۍ د اتحاد سرقطغن. . .

BACK TO NEWS