نورستان کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې
د نورستان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز پارون کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ د ملي امنيت لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د دغو سياليو په پايلوبه کې ملي امنیت لوبډلې خپلې سيالې د اشتوي کلي نور لېسې لوبډلې ته د ۳/۰ ميدانونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.
