نورستان؛ کانتیوا ولسوالۍ کې د ۱۲ چاپندازانو ترمنځ د وزلوبې سیالۍ ترسره شوې

org2_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۵ - ۱۵:۵۸
نورستان؛ کانتیوا ولسوالۍ کې د ۱۲ چاپندازانو ترمنځ د وزلوبې سیالۍ ترسره شوې

د نورستان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د وزلوبې، نېزه وهنې او ملي او سمیه ییزو لوبو ملي فدارسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په کانتیوا ولسوالۍ کې د ۱۲ چاپندازانو ترمنځ د وزلوبې سیالۍ ترسره شوې.

دغه سیالۍ د دوو لوبډلو ترمنځ ترسره شوې، چې په پایله کې برکلي لوبډلې خپلې سیالې کوز کلي لوبډلې ته د ۱۲ امتیازونو په توپير ماتې ورکړه او لومړی مقام یې ترلاسه کړ.

د یادو سیالیو موخه د وزلوبې ورزش ته وده ورکول و، چې یوه ورځ يې دوام وکړ.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۶ - ۲۰:۲۶
Background image

کابل کې د ۱۸۰ ورزشکارانو ترمنځ د کيک بوکسينګ ملي ټاکنيزې سيالۍ پای ته ورسېدې

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست اړوند د کيک بوکسينګ ملي فدراسيون له لوري د هېواد له ۳۱ ولايتونو څخه د ۱۸۰ ورزشکارانو ترمنځ، د دې رياست په ۲۵۰۰ کسيز ورزشي جمنازيوم کې پيل شوې، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۶ - ۲۰:۲۲
Background image

اړین وضاحت

د ' زید صالحي " په نوم افغان ورزشکار په خواله رسنیو کې شکایت کړی، چې ګواکې حق یې تلف شوی دی، د هیواد د ورزش اداره په پوره باور سره یادونه کوي، چې زموږ د انتخاب معیار وړتیا او استعداد دی. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۶ - ۲۰:۱۹
Background image

کونړ کې ۱۶ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پای ته ورسېدې

د کونړ ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسيون د استازولۍ له لوري د مرکز اسعداباد ښار په کرهالې سيمه کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پيل شوې.

د يادو. . .

BACK TO NEWS