نورستان؛ وایګل ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۴:۳۲
نورستان؛ وایګل ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پای ته ورسېدې

د نورستان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت د وایګل ولسوالۍ په جمامیش کلي کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ د شاهین لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سیالیو په پایلوبه کې شاهین لوبډلې خپلې سیالې نواباد لوبډلې ته د ۴/۳ میدانونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.

د یادو سیالیو موخه د فوټسال ورزش ته وده ورکول او د ځوانانو ترمنځ یووالی رامنځته کول و، چې درې ورځې یې دوام وکړ.

د سیالیو په پای کې د ورزش مسوولینو له لوري غوره لوبډلې ته د اتلولۍ جام او غوره لوبغاړو ته ورزشي ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۸ - ۹:۴۶
Background image

هلمند؛ مارجې ولسوالۍ کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ اختريز جام سيالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د ټېپ بال کرکټ فدراسيون د استازولۍ له لوري د مارجې ولسوالۍ په مرکزي لوبغالي کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ شپږم پړاو اختريز جام سيالۍ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۸ - ۹:۱۶
Background image

د ورځنیو تازه ورزشي خبرونو لپاره زموږ فيسبوک پاڼه وڅارئ!👇

د ورځنیو تازه ورزشي خبرونو لپاره زموږ فيسبوک پاڼه وڅارئ!👇

#لينک👇

https://www.facebook.com/share/18vXZQGuZQ/

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۲۷ - ۲۲:۱۴
Background image

باميان؛ په‌ پنجاب ولسوالۍ کې د تيږې اچونې سيالۍ وشوې

د باميان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د دوديزو لوبو مدیریت له لوري په پنجاب ولسوالۍ کې د ۲۰ کسانو ترمنځ د تيږې اچولو سيالۍ وشوې.

د دغو سياليو په پايله کې ناظر، احمد او. . .

BACK TO NEWS