نورستان؛ وايګل ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې
د نورستان ولایت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د ټېپ بال کرېکټ ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت د وايګل ولسوالۍ په جماميش کلي کې د اتو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې.
د دغو سياليو په پايلوبه کې جماميش اتلانو لوبډلې په ټاکلو ۱۰ اورونو کې ۹۲ منډې جوړې کړې په مقابل کې زنچ لوبډلې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره يوازې ۸۸ منډې منډې جوړې کړې او لوبه د ۴ منډو په توپیر جماميش اتلانو لوبډلې وګټله.
د يادو سياليو موخه لوبغاړو ته وده ورکول او د ټېپ بال کرېکټ دودول و، چې يوه اوونۍ يې دوام وکړ.
