نورستان؛ مرکزي زندان کې د زندانیانو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې
د نورستان ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت او د یاد ولایت د زندان آمریت سره په همکارۍ د زندانیانو ترمنځ د څلورو لوبډلو د والیبال سیالۍ پیل شوې.
دا سیالۍ چې درې ورځې به دوام وکړي، حماس، ټایګر، کوهستار او والینار لوبډلو پکې ګډون کړی.
د سیالیو په پیل لوبه کې حماس او ټایګر لوبډلې سره ولوبېدې، چې د ۰-۲ په توپیر د حماس لوبډلې په بریا پای ته ورسېده.
ورزش ته د ځوانانو هڅول او له نشه يي موادو سره مبارزه د یادو سیالیو موخه ښودل شوې ده.
