ننگرهار کې د ۷۰ ورزشکارانو ترمنځ د سوک وهنې سيالۍ وشوې

org_admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱۱ - ۱۱:۴
ننگرهار کې د ۷۰ ورزشکارانو ترمنځ د سوک وهنې سيالۍ وشوې

د ننگرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د سوک وهنې فدراسيون د استازولۍ له لوري د مرکز جلال آباد ښار په پنځمه ناحیه کې د ۱۵ کلبونو د ۷۰ ورزشکارانو ترمنځ د سوک وهنې سيالۍ وشوې.

دغه سيالۍ، چې د ماشومانو، نويو ځوانانو، ځوانانو او لويانو ورزشکارانو په عمري کټگوريو کې ترسره شوې، په پايله کې افغان صافي کلب د ۱۰ برياوو سره لومړی، اسماعيل زي کلب د ۸ برياوو سره دويم او افغان انصاب کلب بيا د ۶ برياوو سره درېيم مقام ترلاسه کړ.

د يادو سياليو موخه ورزش ته د ځوانانو هڅول وو، چې يوه ورځ يې دوام وکړ.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۵/۸/۸ - ۱۷:۱۲
Background image

د افغانستان اړوند د تېرې اوونۍ لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

د افغانستان اړوند د تېرې اوونۍ لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

جمعه ۱۴۰۵/۸/۸ - ۱۷:۷
Background image

میدان وردګ؛ سیدآباد ولسوالۍ کې د کې‌ون کېک بوکسېنګ ۴۰ ورزشکارانو ته دارتقأ کمربندونه ته ورکړل شول

د میدان وردګ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د کېک بوکسېنګ فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په سیداباد ولسوالۍ کې د کېک بوکسېنګ ۴۰ ورزشکارانو ته د ارتقأ بېلابېل کمربندونه. . .

جمعه ۱۴۰۵/۸/۸ - ۱۷:۵
Background image

هلمند؛ خانشین ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په خانشین ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د مرکزي حوزې منتخبې لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

BACK TO NEWS