ننگرهار کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱۱ - ۱۳:۳۲
ننگرهار کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د ننگرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د مرکز جلال آباد ښار په سراج العمارت بڼ کې د څلورو ولايتونو د ۲۴ لوبدلو ترمنځ د روژې مبارکې میاشتې د ښه راغلاست په نوم د واليبال سيالۍ د خراسان پوهنتون لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

په يادو سياليو کې له کاپيسا، کونړ، لغمان او ننگرهار ولايتونو څخه لوبډلو گډون کړی وو، چې په پايلوبه کې خراسان پوهنتون لوبډلې خپلې سيالې اتحاد لوبډلې ته د ۳ پر صفر ميدانونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې په خپل نوم کړه.

د يادولو وړ ده، چې دغو سياليو پنځه ورځې دوام وکړ او په پای کې اتلې لوبډلې ته د اتلولۍ جام ورکړل شو.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۵/۸/۸ - ۱۷:۱۲
Background image

د افغانستان اړوند د تېرې اوونۍ لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

د افغانستان اړوند د تېرې اوونۍ لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

جمعه ۱۴۰۵/۸/۸ - ۱۷:۷
Background image

میدان وردګ؛ سیدآباد ولسوالۍ کې د کې‌ون کېک بوکسېنګ ۴۰ ورزشکارانو ته دارتقأ کمربندونه ته ورکړل شول

د میدان وردګ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د کېک بوکسېنګ فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په سیداباد ولسوالۍ کې د کېک بوکسېنګ ۴۰ ورزشکارانو ته د ارتقأ بېلابېل کمربندونه. . .

جمعه ۱۴۰۵/۸/۸ - ۱۷:۵
Background image

هلمند؛ خانشین ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په خانشین ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د مرکزي حوزې منتخبې لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

BACK TO NEWS