ننگرهار کې د ۲۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پيل شوې

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۲۳ - ۱۵:۵
ننگرهار کې د ۲۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پيل شوې

د ننگرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست په همکارۍ د ياد ولايت په مومندرې ولسوالۍ کې د ۲۲ لوبډلو ترمنځ د فکري رغوونې او سالمې تفريح برابرولو په موخه د ټېپ بال کرکټ سيالۍ، چې شاوخوا يوه نيمه مياشت به دوام وکړي، د کېنگ سټار لوبډلې په بريا پيل شوې.

د يادو سياليو لومړنۍ لوبه د کېنگ سټار او هزارناو سوپر سټار لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې هزارناو سوپر سټار لوبډلې د لوبې پچې په گټلو سره په ټاکلو اتو اورونو کې د څلورو لوبغاړو په سوځېدو سره سیالې لوبډلې ته د ۹۰ منډو هدف وټاکه، په مقابل کې کېنگ سټار لوبډلې ياد هدف د لوبې په اووم اور کې ترلاسه کړ او د څلورو ویکټو په توپير يې بريا خپله کړه.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۴:۴۱
Background image

ننګرهار؛ روداتو ولسوالۍ کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د ننګرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په روداتو ولسوالۍ کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ چې شاوخوا ۲۰ ورځې يې دوام وکړ د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۴:۴۰
Background image

کندز کې د ۵۴ ورزشکارانو ترمنځ د جودو سيالۍ وشوې

د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د جودو فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز رستم کلب کې د ۵۴ ورزشکارانو ترمنځ د جودو سيالۍ وشوې.

دغه سيالۍ له ۱۴ کالونو کم عمره. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۴:۳۵
Background image

پکتيکا؛ يوسف خېل ولسوالۍ کې د رسۍ کشونې سيالۍ وشوې

د پکتيکا ولايت په يوسف خېل ولسوالۍ يارانو کلب کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د ملي او دوديزو لوبو ته د ودې ورکولو او د سالمې برابرولو په موخه د رسۍ کشونې سيالۍ وشوې.

د سياليو په پايله کې ۲۰. . .

BACK TO NEWS