ننگرهار کې د ۲۰ تنو ورزشکارانو له لوري د پارکور نمايشات ترسره شول
د ننگرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست په همکارۍ د ياد ولايت په مرکز جلال اباد ښار کې د ۲۰ تنو ورزشکارانو له لوري د پارکور زړه راښکونکي نمايشات ترسره شول.
د دغو نمايشاتو د ترسره کېدو موخه د ورزشکارانو هڅول او ښاريانو لپاره د سالمې تفريح برابرول وو.