ننگرهار؛ کوټ ولسوالۍ کې د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پيل شوې

org2_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۱ - ۱۷:۲
ننگرهار؛ کوټ ولسوالۍ کې د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پيل شوې

د ننگرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست په همغږۍ د ياد ولايت په کوټ ولسوالۍ کې ۳۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پيل شو.

د دغو سياليو پيليزه لوبه د سادات لاينز او لاغورجوي ځوانانو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، د لوبې پچه سادات لاينز لوبډلې وگټله او لومړی يې د توپ وهنې پرېکړه وکړه، چې په ټاکلو ۱۰ اورونو کې يې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو سره خپلې سيالې لوبډلې ته د ۱۲۷ منډو هدف وټاکه، په ځواب کې لاغورجوي ځوانانو لوبډلې د ټولو اورونو په لوبولو سره ۱۲۰ منډې وکړې او لوبه يې د ۷ منډو په توپير وبايلله.

د يادو سياليو موخه د دې سیمې ځوانانو ترمنځ يووالی رامنځته کول دي، چې ۱۵ ورځې به دوام وکړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۳:۱۳
Background image

خبرتیا!

د ننګرهار، کونړ، نورستان او لغمان ولایتونو محترمو ورزشي رئیسانو، آمرینو او د ورزشي فدراسیونونو رهبري

د ورزش ادارې د عصریې د وېش مؤظف کمیسیون له لوري د ملي لوبډلو د ولایتي ورزشکارانو،. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۲:۵۹
Background image

زابل؛ شاجوی ولسوالۍ کې د ٢٦ ورزشکارانو ترمنځ د نیو فول کنټاکټ سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت له لوري د یاد ولایت په شاجوی ولسوالۍ کې له دوو کلبونو د ٣٦ ورزشکارانو ترمنځ د نیو فول کنټاکټ سیالۍ ترسره

دا سیالۍ د ځوانانو او لویانو ورزشکارانو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۲:۵۳
Background image

زابل؛ شاجوی ولسوالۍ کې د ٣٤ ورزشکارانو ترمنځ د یونی فایټ سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت له لوري د یاد ولایت په شاجوی ولسوالۍ کې له درېیوو کلبونو د ٣٤ ورزشکارانو ترمنځ د یونی فایټ سیالۍ ترسره

دا سیالۍ د ځوانانو او لویانو ورزشکارانو. . .

BACK TO NEWS