ننگرهار؛ کوټ ولسوالۍ کې بېلابېلې ملي او دودېزې سيالۍ تر سره شوې
د ننگرهار ولايت د بدني روزنې او سپورټ رياست اړوند، د ملي او دوديزو لوبو مديريت لۀ لورې، د ياد ولايت په کوټ ولسوالۍ کې د خوسي، تېږې غورځونې او غېږ نيونې سيالۍ تر سره شوې.
د يادو سياليو په پېل کې د تېږې غورځونې لوبه د شاهين او بازانو لوبډلو تر منځ ترسره شوه، چې د شاهين لوبډلې په گټه تمامه شوه، همدارنګه د يادو لوبو په لړ کې د اتحاد او اتل لوبډلو ترمنځ د خوسي سيالۍ د اتحاد لوبډلې وگټله، د دغو لوبو په دوام د بيرې الف او جبي لوبډلو ترمنځ د غېږنېونې سيالۍ د بيرې الف لوبډلې په بريا پای ته ورسېده.
دغه سيالۍ چې يو ورځ يې دوام وکړ، موخه يې ملي او دوديزو لوبو ته وده ورکول و.
دا په داسې حال کې ده، چې له دې مخکې پۀ سره رؤد ولسوالۍ کې هم ورته لوبې تر سره شوې وې.
