ننگرهار؛ کابل لوبډلې د لعلپورې ولسوالۍ د ټېپ بال کرکټ سياليو اتلولي وگټله

org_admin
شنبه ۱۴۰۲/۱۲/۱۹ - ۱۰:۴
ننگرهار؛ کابل لوبډلې د لعلپورې ولسوالۍ د ټېپ بال کرکټ سياليو اتلولي وگټله

د ننگرهار ولايت د بدني روزنې او سپورټ رياست اړوند د ټېپ بال کرکټ فدراسيون د استازولۍ له لوري په لعلپورې ولسوالۍ کې د ۳۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ د کابل لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د يادو سياليو پايلوبه د کابل او لعلپورې ولسوالۍ لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پايله کې کابل لوبډلې په ټاکلو لسو اورونو کې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو سره خپلې سيالې لوبډلې ته د ۱۳۸ منډو هدف کېښود، لعلپورې لوبډلې ياد هدف تر لاسه نه کړ او د ۲۰ منډو په توپير يې ماته ومنله.

د دغو سياليو د ترسره کېدو موخه ورزش ته د ځوانانو هڅول او ترمنځ يې سالم رقابت و، چې شاوخوا يوه مياشت يې دوام وکړ او په پای کې گټونکې لوبډلې ته د اتلولۍ جام ورکړل شو.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۰:۴۰
Background image

میدان وردګ؛ بهسودو حصه اول ولسوالۍ کې د ١٦ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د میدان وردګ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په بهسودو حصه اول ولسوالۍ کې د ١٦ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د متحد درویشیان لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۰:۳۹
Background image

دزابل؛ مرکز قلات ښار کې د ٥٠ ورزشکارانو ترمنځ د غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مرکز قلات ښار کې د مرکز او شینکۍ سیمو د ٥٠ ورزشکارانو ترمنځ د غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې.

د یادو سیالیو په پایله کې مرکز. . .

BACK TO NEWS