ننگرهار؛ ښېوې ولسوالۍ کې د ۱۷ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې
د ننگرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري په ښېوې ولسوالۍ کې د ۱۷ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ د شگې لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د يادو سياليو په پايلوبه کې شگې لوبډلې سيالې درب خېلو لوبډلې ته د ۱/۳ ميدانونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې په خپل نوم کړه.
دغه سيالۍ، چې شاوخوا دوې اوونۍ يې دوام وکړ، په پای کې اتلې لوبډلې ته د اتلولۍ جام او غوره لوبغاړو ته مډالونه ورکړل شول.
