ننگرهار؛ چپرهار ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې
د ننگرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په چپرهار ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ، چې يوه مياشت مخکې پيل شوې وې د سرې قلعه ستانکزي کلب لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د دغو سياليو پايلوبه د سرې قلعه ستانکزي کلب او ترکوال کلب لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې پچه ترکوال کلب لوبډلې وگټله او لومړی يې د توپ وهنې پرېکړه وکړه، چې په ټاکلو لسو اورونو کې يې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره سیالې لوبډلې ته د ۱۱۰ منډو هدف وټاکه، په مقابل کې سرې قلعه ستانکزي کلب لوبډلې ياد هدف په اووم اور کې ترلاسه کړ او لوبه يې د اوو ویکټو په توپير وگټله.
د ويلو وړ ده، چې د دغو سياليو موخه د ااا له نظام څخه ملاتړ ياد شوی و او په پای کې اتلې لوبډلې ته د اتلولۍ جام ورکړل شو.
