ننگرهار؛ پېښې خوړ اتلانو لوبډلې د سپين غر ولسوالۍ د ټېب بال کرکټ سياليو اتلولي وگټله

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۱۸ - ۱۱:۳۷
ننگرهار؛ پېښې خوړ اتلانو لوبډلې د سپين غر ولسوالۍ د ټېب بال کرکټ سياليو اتلولي وگټله

د ننگرهار ولايت د بدني روزنې او سپورټ رياست اړوند د ټېب بال فدراسيون د استازولۍ او د شينوارو شپږگونو ولسواليو ورزشي مديريت له لوري دې ولايت په سپين غر ولسوالۍ کې د ۳۸ لوبډلو ترمنځ د ځوانانو اتفاق په نوم د ټېب بال کرکټ سيالۍ د پېښې خوړ اتلانو لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د يادو سياليو پايلوبه د مارکو کېنگ او پېښې خوړ اتلانو لوبډلو تر منځ ترسره شوه، چې په پايله کې مارکو کېنگ لوبډلې په ټاکلو لسو اورونو کې خپلې سيالې لوبډلې ته د ۱۰۸ منډو هدف کېښود، پېښې خوړ اتلانو لوبډلې ياد هدف تر لاسه کړ او د درېيو ویکټو په توپیر يې بريا خپله کړه.

د يادونې وړ ده، چې د دغو سياليو د ترسراوي موخه د ځوانانو تر منځ يووالی و، چې شاوخوا ۷۱ ورځې يې دوام وکړ.

په پای کې گټونکې لوبډلې ته د اتلولۍ جام ورکړل شو.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۰:۲۲
Background image

هلمند؛ ګرشک ولسوالۍ کې د ۴۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې د ۴۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د ګرشک ځوانانو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

BACK TO NEWS