ننگرهار؛ پچيراگام ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پيل شوې

د ننگرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د ټېپ بال کرکټ فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په پچيراگام ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د لوی اختر نمانځلو په موخه د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پيل شوې.
د يادو سیالیو لومړۍ لوبه د تور غر او صبر اتلانو لوبډلو ترمنځ سره شوه، د لوبې پچه تور غر لوبډلې وگټله او لومړی يې د توپ وهنې پرېکړه وکړه، چې په ټاکلو لسو اورونو کې یې د اوو لوبغاړو په سوځېدو سره سيالې لوبډلې ته د ۱۴۷ منډو هدف وټاکه، په مقابل کې صبر اتلانو لوبډلې د ټولو اورونو په لوبولو سره ۱۲۰ منډې وکړې او لوبه يې د ۲۷ منډو په توپير وبايلله.
د ويلو وړ ده، چې دغه سيالۍ به دوې اوونۍ دوام وکړي او په پای کې اتلې لوبډلې ته د اتلولۍ جام ورکړل شي.