ننگرهار؛ په گوشتې ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د ننگرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست په همغږۍ د ياد ولايت په گوشتې ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د غوره امنيت په موخه د واليبال سيالۍ د سربند لېسې لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د يادو سياليو په پايلوبه کې سربند لېسې لوبډلې سيالې خېر بندۍ لوبډلې ته ۲/۳ ميدانونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.
دغه سیالۍ چې شاوخوا لس ورځې يې دوام وکړ، په پای کې اتلې لوبډلې ته د اتلولۍ جام ورکړل شو.