ننگرهار؛ په نازیان ولسوالۍ کې د شپږو ښوونځيو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پيل شوې
د ننگرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د شينوارو شپږگونو ولسواليو ورزشي مديريت له لوري د ياد ولايت په نازیان ولسوالۍ کې د شپږو ښوونځيو ترمنځ د زده کوونکو د هڅولو او د علم ترويج په موخه د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پيل شوې.
په دغو سياليو کې د غازي افضل خان، برې لنډۍ، نازيان، کوزې لنډۍ، سروبي او زراعت ښوونځيو لوبډلو گډون کړی، چې لومړنۍ لوبه يې د نازيان او برې لنډۍ لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې نازيان لوبډلې د لوبې پچې په گټلو سره په ټاکلو لسو اورونو کې د څلورو لوبغاړو په سوځېدو سره سیالې لوبډلې ته د ۱۰۰ منډو هدف وټاکه، په مقابل کې برې لنډۍ لوبډلې ياد هدف د لوبې په وروستي اور کې ترلاسه کړ او د اوو ويکټو په توپير يې بريا خپله کړه.
د يادونې وړ ده، چې دغه سيالۍ به شاوخوا دوې اوونۍ دوام وکړي.
