ننگرهار؛ په شينوارو ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پيل شوې

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۲ - ۱۸:۴۴
ننگرهار؛ په شينوارو ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پيل شوې

د ننگرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د شينوارو شپږگونو ولسواليو ورزشي مديريت له لوري د شينوارو ولسوالۍ په ۲۹ مې ورزشي لوبغالي کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ د احمدزيو لوبډلې په بریا پيل شوې‌.

د يادو سياليو لومړۍ لوبه د ۲۹ مې ويالې او احمدزيو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، د لوبې پچه ۲۹ مې ويالې لوبډلې وگټله او لومړی يې توپ وهونکې وکړه، چې په ټاکلو لسو اورونو کې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو سره سیالې لوبډلې ته د ۱۰۰ منډو هدف کېښود، احمدزيو لوبډلې ياد هدف په اتم اور کې ترلاسه کړ او د پنځو ويکټو په توپير يې بريا خپله کړه.

د دغو سياليو د ترسره کېدو موخه د ځوانانو ترمنځ يووالی او له ااا نظام څخه ملاتړ ښودل شوی، چې ۱۶ ورځې به دوام وکړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۲۱:۵۷
Background image

د نن ورځې لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

د نن ورځې لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۲۱:۵۳
Background image

پکتیا؛ یوسف خېلو ولسوالۍ کې د ۴۲ ورزشکارانو ترمنځ د سنوکر سیالۍ ترسره شوې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې اوورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په یوسف خېلو ولسوالۍ کې د ۴۲ ورزشکارانو ترمنځ د سنوکر سیالۍ د محمد ولي لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۲۱:۵۲
Background image

هلمند؛ نادعلي ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د نادعلي ولسوالۍ په مرکزي لوبغالي کې د ۱۶ ب لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ د اميري ځوانانو لوبډلې په. . .

BACK TO NEWS