ننگرهار؛ په سپين غر ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د پښتون کرکټ ليگ سيالۍ پيل شوې
د ننگرهار ولايت د بدني روزنې او سپورټ رياست اړوند د شينوارو شپږگونو ولسواليو ورزشي مديريت له لوري د سپين غر ولسوالۍ په لنډۍ لوبغالي کې د اتو لوبډلو ترمنځ د پښتون کرکټ ليگ سيالۍ د سولې اتلانو لوبډلې په بريا پيل شوې.
دغه سیالۍ چې يوه مياشت به دوام وکړي، لومړۍ لوبه يې د سولې اتلانو او شينوارو ځوانانو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، سولې اتلانو لوبډلې د لوبې پچې په گټلو سره په ټاکلو لسو اورونو کې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو سره سیالې لوبډلې ته د ۱۱۳ منډو هدف وټاکه، په مقابل شينوارو ځوانانو لوبډلې يواځې ۹۵ منډې وکړې او لوبه يې د ۱۸ منډو په توپير وبايلله.
