ننگرهار؛ په روداتو ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پيل شوې
د ننگرهار ولايت د بدني روزنې او سپورټ رياست په همکارۍ د روداتو ولسوالۍ په حصار شاهي سيمه کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د ورزشکارانو يووالي په موخه د واليبال سيالۍ د مياني لوبډلې په بريا پيل شوې.
دغه سیالۍ، چې لس ورځې به دوام وکړي، په لومړۍ لوبه کې مياني لوبډلې خپلې سيالې طيب الله لوبډلې ته د ۰/۲ ميدانونو په توپير ماتې ورکړه او بريا يې خپله کړه.