ننگرهار؛ په دره نور ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د بونتا ټېب بال کرکټ غوره ليگ څلورم پړاو سيالۍ پيل شوې

org2_admin
شنبه ۱۴۰۳/۲/۱۵ - ۱۵:۱۰
ننگرهار؛ په دره نور ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د بونتا ټېب بال کرکټ غوره ليگ څلورم پړاو سيالۍ پيل شوې

د ننگرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست په همغږۍ د دره نور ولسوالۍ په قلعه شاهي کلي کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د بونتا ټېب بال کرکټ غوره ليگ څلورم پړاو سيالۍ د قلعه شاهي اتلانو لوبډلې په بريا پيل شوې.

د يادو سياليو لومړۍ لوبه د قلعه شاهي اتلانو او قلعه شاهي زمریانو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، قلعه شاهي زمریانو لوبډلې د لوبې پچې په گټلو سره په ټاکلو اتو اورونو کې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو سره سیالې لوبډلې ته ۱۰۶ منډو هدف کېښود، قلعه شاهي اتلانو لوبډلې ياد هدف په اووم اور کې ترلاسه کړ او د دوو ويکټو په توپير يې بريا خپله کړه.

د دغو سياليو د ترسره کېدو موخه د ځوانانو ترمنځ يووالی او له ااا نظام څخه ملاتړ ښودل شوی، چې شاوخوا ۲۰ ورځې به دوام وکړي.

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۲۰:۵۸
Background image

د جودو افغان ورزشکار له یوې بریا او ماتې وروسته له سیالیو بهر شو

د جاپان ایچي ناګویا ۲۰م پړاو د اسیا المپیکي سیالیو جودو برخه کې حکمت الله رحماني په منفي ۶۶ کیلو ګرام وزن کې لومړۍ سیالي له کمبودیایي سیال څخه وګټله او دویمه لوبه کې یې د منګولیایي سیال. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۲۰:۵۲
Background image

بلخ؛ شورتپې ولسوالۍ کې د ۸۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزې سیالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په شورتپې ولسوالۍ کې د ۸۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزي سیالۍ وشوې.

د دغو سیالیو په پایله کې د ۱۰ جوړو لوبې مساوي او ۳۰. . .

BACK TO NEWS