ننگرهار؛ په خوږياڼو ولسوالۍ کې د ۱۲۰ تنو ورزشکارانو ترمنځ د غر ختنې سيالۍ ترسره شوې

org_admin
شنبه ۱۴۰۳/۹/۲۴ - ۹:۴۵
ننگرهار؛ په خوږياڼو ولسوالۍ کې د ۱۲۰ تنو ورزشکارانو ترمنځ د غر ختنې سيالۍ ترسره شوې

د ننگرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست په همکارۍ د ياد ولايت په خوږياڼو ولسوالۍ کې د ۱۲۰ تنو ورزشکارانو ترمنځ د يادې لوبې د دودولو په موخه د غرختنې سيالۍ ترسره شوې.

په ياده غر ختنه کې له مرکز او ولسوالیو څخه ۱۲۰ ورزشکارانو برخه اخيستې وه او د وزيرو تنگي غر لوړه څوکه، چې ۴۰۲ متره لوړوالی لري په ۱۵ دقيقو کې طی کړه، چې په پايله کې فريد الله لومړی، محمد عثمان دويم او محمد بيا درېيم مقام خپل کړ.

د يادولو وړ ده، چې دغې غر ختنې يوه ورځ دوام وکړ او په پای کې غوره ورزشکارانو ته کپونه د انعام په توگه ورکړل شول.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۸:۸
Background image

زابل؛ مرکز قلات ښار کې د ١٨ ورزشکارانو ترمنځ رزمي سیالۍ وشوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز قلات ښار کې له دوو کلبونو د ١٨ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي ورزشونو متحد سبک سیالۍ وشوې، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.

دا سیالۍ د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۸:۵
Background image

میدان وردګ؛ سیدآباد ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د میدان وردګ ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت له لوري د یاد ولایت په سید آباد ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د حکیم خېلو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۸:۳
Background image

خوست؛ مرکز متون ښار کې د څلور لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ ترسره شوې

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز متون ښار کې د څلور لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د تڼیو منتخبې لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه کې. . .

BACK TO NEWS