ننگرهار؛ په جلال اباد ښار کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د سوک وهنې سيالۍ دوستانه ترسره شوې
ننگرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست په همکارۍ د جلال اباد ښار په درېيمه ناحیه کې د څلورو کلبونو د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د سوک وهنې دوستانه سيالۍ ترسره شوې.
په دغو سياليو کې د عرب وفا، الفاء، اتحاد عمري او ساپي وفا کلبونو ورزشکارانو گډون کړی وو، چې په پايله کې د الفاء کلب ورزشکارانو د ډېرو برياوو په گټلو سره لومړی مقام خپل کړ.
ياده دوي، چې د دغو سياليو په پای کې غوره ورزشکارانو ته مډالونه او ستاينليکونه ورکړل شول.
