ننگرهار؛ په جلال اباد ښار کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پيل شوې

org_admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۷ - ۱۴:۴
ننگرهار؛ په جلال اباد ښار کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پيل شوې

د ننگرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د جلال اباد ښار په اتمه ناحیه کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پيل شوې.

د يادو سياليو په لومړنۍ لوبه کې شگې لوبډلې خپلې سيالې تعميراتو لوبډلې ته د ۲ پر صفر ميدانونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې په خپل نوم کړه.

د ويلو ده، چې دغه سيالۍ به لس ورځې دوام وکړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۲۳:۹
Background image

د نن ورځې مهم ورزشي خبرونه!

د نن ورځې مهم ورزشي خبرونه!

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۶:۷
Background image

کونړ کې د ۲۱ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې

د کونړ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز اسعد آباد ښار په دم کلي کې د ۲۱ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې، چې شل ورځې به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۶:۵
Background image

بلخ؛ مرکز مزار شریف ښار کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د کونګ‌فو سیالۍ ترسره شوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش رياست له لوري د یاد ولایت په مرکز مزار شریف ښار کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د کونګ‌فو سيالۍ تر سره شوې.

دا سیالۍ د نويو ځوانانو، ځوانانو او لويانو. . .

BACK TO NEWS