ننگرهار؛ په جلال اباد ښار کې د شپږو ولایتونو ترمنځ د واليبال سيالۍ پيل شوې

org2_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۳/۱۵ - ۲۱:۴۵
ننگرهار؛ په جلال اباد ښار کې د شپږو ولایتونو ترمنځ د واليبال سيالۍ پيل شوې

د ننگرهار ولايت د بدني روزنې او سپورټ رياست اړوند د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د مرکز جلال اباد ښار په سراج العمارت بڼ کې د پياوړي لوبغاړي ارواښاد ذبیح الله حکمي په ياد د هېواد په کچه د شپږو ولایتونو ۱۶ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ د گردي غوث لوبډلې په بريا پيل شوې.

په دغو سياليو کې د لغمان، کونړ، کابل، لوگر، کاپيسا او ننګرهار ولايتونو څخه لوبډلو گډون کړی دی، چې په لومړۍ لوبه کې گردي غوث لوبډلې سيالې غوچکو لوبډلې ته ۰/۲ ميدان په توپير ماتې ورکړه او بريا يې خپله کړه.

د يادونې وړ ده، چې دغه سيالۍ به يوه اوونۍ دوام وکړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۰:۲۲
Background image

هلمند؛ ګرشک ولسوالۍ کې د ۴۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې د ۴۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د ګرشک ځوانانو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

BACK TO NEWS