ننگرهار؛ په بټي کوټ ولسوالۍ کې د ۴۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پای ته ورسېدې

د ننگرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست په همغږۍ د دې ولايت په بټي کوټ ولسوالۍ کې د ۴۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ د اريانا افغان لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د يادو سياليو پايلوبه د اريانا او باسول لمر لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، باسول لمر لوبډلې د لوبې پچې په گټلو سره په ټاکلو لسو اورونو کې سيالې لوبډلې ته د ۱۳۲ منډو هدف کېښود، آريانا افغان لوبډلې ياد هدف په نهم اور کې ترلاسه کړ او د شپږو ويکټو په توپير يې بريا خپله کړه.
دغه سیالۍ چې د ورزشکارانو د يووالي او پرمختگ په موخه ترسره شوې، په پای کې اتلې لوبډلې ته د اتلولۍ جام او غوره لوبغاړو ته مډالونه ورکړل شول.