ننگرهار؛ په بټي کوټ ولسوالۍ کې د ۳۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پيل شوې

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۷/۱ - ۱۵:۹
ننگرهار؛ په بټي کوټ ولسوالۍ کې د ۳۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پيل شوې

د ننگرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست په همکارۍ د ياد ولايت په بټي کوټ ولسوالۍ کې د ۳۰ لوبډلو ترمنځ د ځوانانو د فکري رغوونې په موخه د ټېپ بال کرکټ سيالۍ، چې يوه مياشت به دوام وکړي، د پامير کېنگ لوبډلې په بريا پيل شوې.

د يادو سياليو لومړنۍ لوبه د پامير کېنگ او سوديس موډ لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې سوديس موډ لوبډلې د لوبې پچې په گټلو سره په ټاکلو لسو اورونو کې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو سره سیالې لوبډلې ته د ۱۲۲ منډو هدف وټاکه، په مقابل کې پامير کېنگ لوبډلې ياد هدف په شپږم اور کې ترلاسه کړ او لوبه يې د اتو ويکټو په توپير وگټله.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۳:۵۵
Background image
یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۳:۵۲
Background image

مولوي امیر خان مت.قي د غیږنیونې بین المللي جشنوارې ګډون کوونکو هیوادونو استازو ته: موږ غواړو د ورزش له لارې له نړۍ سره خپلې اړیکې نورې هم پراخې کړو

د افغانستان ا.ا. د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیـرخان متـ..ــقي کابل کې د دودیزې غیږنیونې جشنوارې کې د ګډون کوونکو هېوادونو استازي خپل کاري دفتر ته وربللي وو او له دوی سره په خبرو کې یې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۳:۵۰
Background image

جوزجان؛ مرکز شبرغان ښار کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ وشوې

د جوزجان ولایت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د واليبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز شبرغان ښار کې د يووالي جام په نوم د شپږو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ وشوې،. . .

BACK TO NEWS