ننگرهار؛ په بټي کوټ ولسوالۍ کې د ۲۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۴/۳۱ - ۷:۷
ننگرهار؛ په بټي کوټ ولسوالۍ کې د ۲۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پای ته ورسېدې

د ننگرهار ولايت د بدني روزنې او سپورټ رياست له لوري د ياد ولايت په بټي کوټ ولسوالۍ کې د ۲۲ لوبډلو ترمنځ د ورزشکارانو هڅولو او يووالي په موخه د ټېپ بال کرکټ سيالۍ د فريد ب لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د يادو سياليو پايلوبه د فريد ب او حرکت لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، فريد ب لوبډلې د لوبې پچې په گټلو سره په ټاکلو لسو اورونو کې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو سره سیالې لوبډلې ته د ۱۷۳ منډو هدف وټاکه، په مقابل کې حرکت لوبډلې يواځې ۱۱۳ منډې وکړې او لوبه يې د ۶۰ منډو په توپير وبايلله.

دغه سیالۍ چې دوې اوونۍ يې دوام وکړ، په پای کې اتلې لوبډلې ته د اتلولۍ جام ورکړل شو.

 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۲:۵۴
Background image

د هېواد شمال ختیځ او سوېل ختیځ زونونو فوټسال سیالۍ پای ته ورسېدې

د افغانستان فوټبال ملي فدراسیون اړوند فوټسال ملي کمېټې له لوري د افغانستان د زونونو په کچه الف لیګ سیالیو ته د لارموندنې پړاو سیالیو لپاره د شمال ختیځ او سوېل ختیځ زون سیالۍ ترسره شوې.

. . .
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۲:۵۲
Background image

رسنيز بلنلیک!

رسنيز بلنلیک!

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۸:۸
Background image

زابل؛ مرکز قلات ښار کې د ١٨ ورزشکارانو ترمنځ رزمي سیالۍ وشوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز قلات ښار کې له دوو کلبونو د ١٨ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي ورزشونو متحد سبک سیالۍ وشوې، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.

دا سیالۍ د. . .

BACK TO NEWS