ننگرهار؛ په بهسودو ولسوالۍ کې د ټغر ټېب بال کرکټ شپږم پړاو غوره ليک سيالۍ پېل شوې

org_admin
شنبه ۱۴۰۲/۱۱/۷ - ۲۲:۴۶
ننگرهار؛ په بهسودو ولسوالۍ کې د ټغر ټېب بال کرکټ شپږم پړاو غوره ليک سيالۍ پېل شوې

د ننگرهار ولايت د بدني روزنې او سپورټ رياست له لوري د ياد ولايت په بهسودو ولسوالۍ کې د ۳۶ لوبډلو تر منځ د ټغر ټېب بال کرکټ شپږم پړاو غوره ليګ سيالۍ پېل شوې.

د يادو سياليو لومړۍ لوبه د دامان ځوانانو او رحيمي لوبډلو تر منځ ترسره شوه، چې په پايله کې دامان لوبډلې په ټاکلو اتو اورونو کې سيالې لوبډلې ته د ۱۵۲ منډو هدف کېښود، رحيمي لوبډلې د ياد هدف په مقابل کې ۱۱۲ منډې وکړې او په ۴۰ منډو يې ماتې ومنله.

دغه سيالۍ چې شاوخوا يوه نيمه مياشت به دوام وکړي، موخه يې د پخوانيو دودونو ساتل دي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۰:۲۲
Background image

هلمند؛ ګرشک ولسوالۍ کې د ۴۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې د ۴۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د ګرشک ځوانانو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

BACK TO NEWS