ننگرهار؛ شېرزاد ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د شپږیزې کرکټ ليگ پيل شو

org_admin
شنبه ۱۴۰۴/۳/۳۱ - ۹:۳۵
ننگرهار؛ شېرزاد ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د شپږیزې کرکټ ليگ پيل شو

د ننگرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همکارۍ د ياد ولايت په شېرزاد ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د ځوانانو هڅولو او ورزش ته د ودې ورکولو په موخه د شپږیزې کرکټ ليگ لومړي پړاو سيالۍ پيل شوې.

د يادو سياليو لومړۍ لوبه د طوطو سده خېلو ځوانانو او پټلو سټار لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، د لوبه پچه طوطو سده خېلو لوبډلې وگټله او لومړی یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه، چې په ټاکلو لسو اورونو کې يې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو سره سيالې لوبډلې ته د ۱۴۲ منډو هدف وټاکه، په مقابل کې پټلو سټار لوبډلې د اووه لوبغاړو په سوځېدو سره يوازې ۹۰ منډې وکړې او لوبه يې د ۵۲ منډو په توپير وبايلله.

د ويلو وړ ده، چې دغه سيالۍ به شاوخوا دوې اوونۍ دوام وکړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۹:۵۴
Background image

د ورزش ادارې رهبري د روسيې هیواد د ورزش په ۱۴م پړاو فورم کې د ځینو هیوادونو له ورزشي مسولینو سره ولیدل

د ورزش ادارې عمومي رئیس مولوي احمدلله وثیق د روسیې هیواد د ورزش په ۱۴م پړاو فورم کې د روسیې، قطر، مالي هیوادونو له ورزشي مسولینو او استازو سره لیدنې وکړې او پر اړوند ورزشي اړیکو او. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۹:۵۲
Background image

د ورزش ادارې رهبري د روسيې هیواد د ورزش په ۱۴م پړاو فورم کې ګډون وکړ

د ورزش ادارې عمومي رئیس مولوي احمدلله وثیق او ورسره مل پلاوي د روسیې هیواد د ورزش په ۱۴م پړاو فورم کې ګډون وکړ. یاد فورم " روسیه، د ورزش هیواد/ Russia, the country of sport " تر شعار. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۹:۵۰
Background image

د افغانستان اړوند د تېرې اوونۍ مهم ورزشي خبرونه!

د افغانستان اړوند د تېرې اوونۍ مهم ورزشي خبرونه!

BACK TO NEWS