ننگرهار؛ شينوارو ولسوالۍ کې د ټېپ بال کرېکټ غوره ليگ سيالۍ پای ته ورسېدې
د ننگرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همغږۍ د ياد ولايت په شينوارو ولسوالۍ کې د ۵۶ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ غوره ليگ سیالۍ د مومند مورچه خېل لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د يادو سياليو پايلوبه د مومند مورچه خېل او گلاهي ارباپانو لوبډلو ترمنځ وشوه، د لوبې پچه مومند مورچه خېل لوبډلې وگټله او لومړی يې د توپ وهنې پرېکړه وکړه، چې په ټاکلو لسو اورونو کې يې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو سره خپلې سيالې لوبډلې ته د ۱۶۱ منډو هدف وټاکه، په ځواب کې گلاهي ارباپانو لوبډلې د ټولو اورونو په لوبولو سره ۱۵۸ منډې وکړې او لوبه يې د ۳ منډو په توپير وبايلله.
د يادونې وړ ده، چې دغو سياليو شاوخوا يوه نيمه مياشت دوام وکړ.
