ننگرهار؛ شينوارو منتخبې لوبډلې د يووالي او بيارغونې په نوم د واليبال سياليو اتلولي وگټله

org_admin
شنبه ۱۴۰۳/۲/۸ - ۱۲:۴۹
ننگرهار؛ شينوارو منتخبې لوبډلې د يووالي او بيارغونې په نوم د واليبال سياليو اتلولي وگټله

د ننگرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د شينوارو شپږگونو ولسواليو ورزشي مديريت له لوري په شينوارو ولسوالۍ کې د ۳۴ لوبډلو ترمنځ د يووالي او بيارغونې په نوم د واليبال سيالۍ د شينوارو منتخبې لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د يادو سياليو په پايلوبه کې شينوارو منتخبې لوبډلې سيالې باسول منتخبې لوبډلې ته ۲/۳ ميدانونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې په خپل نوم کړه.

د يادونې وړ ده، چې دغو سياليو ۱۶ ورځې دوام وکړ او په پای کې اتلې لوبډلې ته د اتلولۍ جام ورکړل شو‌.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۲۱:۱۹
Background image

د نن ورځې لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

د نن ورځې لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۲۱:۸
Background image

پکتیکا؛ مرکز ښرنه کې د کې- ون کېک بوکسېنګ ١٠٠ ورزشکارانو ته د ارتقأ کمربندونه ورکړل شول

د پکتیکا ولایت د بدني روزمې او ورزش آمریت له لوري د کې- ون کېک بوکسېنګ فدراسیون ١٠٠ ورزشکارانو ته د ارتقأ بېلابېل کمربندونه ورکړل شول.

د کمربندونو ورکولو په دغه مراسمو کې د پکتیکا. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۶:۳۹
Background image

زابل؛ مرکز قلات ښار کې د ۵۴ ورزشکارانو ترمنځ دکیک بوکسنګ سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت له لوري د یاد ولایت مرکز قلات ښار کې له اتو کلبونو د ۵۴ ورزشکارانو ترمنځ د کېک بوکسېنګ سیالۍ ترسره شوې، چې دوې ورځې یې دوام وکړ.

دا سیالۍ د نویو. . .

BACK TO NEWS