ننگرهار؛ سپين غر ولسوالۍ کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پای ورسېدې

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱۲ - ۱۰:۲۲
ننگرهار؛ سپين غر ولسوالۍ کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پای ورسېدې

د ننگرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست په همکارۍ د سپين غر ولسوالۍ په مامند سور قمر لوبغالي کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د ااا له نظام څخه د ملاتړ په موخه د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ، چې ۲۰ ورځې مخکې پيل شوې وې د سور قمر لېسې لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د يادو سياليو پايلوبه د سور قمر لېسې او مامند اتلانو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، سور قمر لېسې لوبډلې د لوبې پچه وگټله او لومړی يې د توپ وهنې پرېکړه وکړه، چې په ټاکلو لسو اورونو کې يې د اتو لوبغاړو په سوځیدو سره سيالې لوبډلې ته د ۱۲۴ منډو هدف ورکړ، په مقابل کې مامند اتلانو لوبډلې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۸۰ منډې وکړې او لوبه يې د ۴۴ منډو په توپير وبايلله.

د يادونې وړ ده، چې د دغو سياليو په پای کې اتلې لوبډلې ته د اتلولۍ جام او غوره لوبغاړو ته چمتو شوې ډالۍ وکړل شوې.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۷:۵۹
Background image

پکتیکا؛ جاني خېلو ولسوالۍ کې د ٣٥ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په جاني خېلو ولسوالۍ کې د ٣٥ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د بکخېلو ملنګ لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۷:۵۵
Background image

پکتیکا؛ ارگون ولسوالۍ کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د ياد ولايت په ارگون ولسوالۍ کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د جاوید لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۷:۵۲
Background image

کابل کې د پاورليفټينگ نهم پړاو ټاکنيزې سيالۍ پيل شوې

د کابل ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست سره په همغږۍ د پاورليفټينګ ملي فدراسیون له لوري د کابل ولايت له ۸ کلبونو څخه د ۱۲۰ زياتو ورزشکارانو ترمنځ د کابل ښار نهم پړاو ټاکنيزې سيالۍ د. . .

BACK TO NEWS