ننگرهار؛ سپين غر لوبډلې گډوالو ته د ښه غلاست په نوم د ټېپ بال کرکټ سياليو اتلولي وگټله

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۶ - ۹:۴۰
ننگرهار؛ سپين غر لوبډلې گډوالو ته د ښه غلاست په نوم د ټېپ بال کرکټ سياليو اتلولي وگټله

د ننگرهار ولايت د بدني روزنې او سپورټ رياست اړوند د شينوارو شپږگونو ولسواليو سپورټي مدیریت له لوري د دې ولايت په سپين غر ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ گډوالو ته د ښه راغلاست په نوم د ټېپ بال کرکټ سيالۍ د سپين غر لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د يادو سياليو پايلوبه د سپين غر او اچين لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پايله کې سپين غر لوبډلې په ټاکلو لسو اورونو کې د اووه لوبغاړو په سوځېدو سره سیالې لوبډلې ته د ۱۳۶ منډو هدف کېښود، اچين لوبډلې ياد هدف تر لاسه نه کړ او د ۱۶ منډو په توپير يې ماته ومنله.

د دغو سياليو په پای کې گټونکې لوبډلې ته د اتلولۍ جام ورکړل

شو.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۷:۲۹
Background image

بلخ کې د ۷ ولایتونو په گډون د فول رزم سیالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همکارۍ، د فول رزم فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز مزار شریف ښار کې له ۷ ولایتونو ٧٠ ورزشکارانو ترمنځ د فول رزم آزادې سیالۍ وشوې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۷:۲۷
Background image

د کابل - پنجشیر په لاره د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د موټرسايکل ځغلونې نندارې ترسره شوې

د بايسکل ځغلونې او موټرسایکل ځغلونې ملي فدراسيون له لوري د کابل، ميدان وردګ او پنجشېر ولایتونو ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ په فري سټايل سبک کې د موټرسايکل ځغلونې نندارې ترسره شوې.

دغه نندارې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۷:۱۸
Background image

کندز؛ قلعه زال ولسوالۍ کې د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همغږۍ، د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په قلعه زال ولسوالۍ کې د نويو ځوانانو ۸ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ د آق تپې نويو. . .

BACK TO NEWS