ننگرهار؛ خراسان پوهنتون لوبډلې هېواد امن دی په نوم د واليبال سياليو اتلولي خپله کړه

org_admin
شنبه ۱۴۰۳/۶/۱۷ - ۱۰:۹
ننگرهار؛ خراسان پوهنتون لوبډلې هېواد امن دی په نوم د واليبال سياليو اتلولي خپله کړه

د ننگرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست په همکارۍ د ياد ولايت په پچيراگام ولسوالې کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د تورې بورې تاريخي سيمې پېژندلو په موخه هېواد امن دی په نوم د واليبال سيالۍ، چې لس ورځې مخکې پيل شوې وې، د خراسان پوهنتون لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د يادو سياليو په پايلوبه کې خراسان پوهنتون لوبډلې خپلې سيالې چپرهار ولسوالۍ لوبډلې ته د ۲ پر صفر ميدانونو په توپیر ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.

ياده دې وي، چې د دغو سياليو په پای کې اتلې لوبډلې ته د اتلولۍ جام ورکړل شو.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۷:۵۲
Background image

کابل کې د پاورليفټينگ نهم پړاو ټاکنيزې سيالۍ پيل شوې

د کابل ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست سره په همغږۍ د پاورليفټينګ ملي فدراسیون له لوري د کابل ولايت له ۸ کلبونو څخه د ۱۲۰ زياتو ورزشکارانو ترمنځ د کابل ښار نهم پړاو ټاکنيزې سيالۍ د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۳:۲
Background image

خوست کې د ٧٠ ورزشکارانو ترمنځ د پارکور ټاکنیزې سیالۍ ترسره شوې

د خوست ولایت د د بدني روزمې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز اړوند متون ښار کې د ٧٠ ورزشکارانو ترمنځ د فري رنېنګ پارکور ټاکنیزې سیالۍ د نهو غوره ورزشکارانو په ټاکلو پای ته ورسېدې.. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۳:۱
Background image

خوست؛ مندوزیو ولسوالۍ کې د لوبغاړو ترمنځ د جوجیتسو سیالۍ ترسره شوې

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مندوزیو ولسوالۍ کې له پنځو کلبونو د ٣٠ ورزشکارانو ترمنځ د جوجیتسو سیالۍ ترسره شوې.

د یادو سیالیو په پای کې مرکزي کلب په. . .

BACK TO NEWS