ننگرهار؛ ختیځ ځوانانو لوبډلې د شينوارو ټېپ بال کرکټ غوره ليگ دويم پړاو سياليو اتلولي وگټله

org2_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۳/۱ - ۱۲:۱۰
ننگرهار؛ ختیځ ځوانانو لوبډلې د شينوارو ټېپ بال کرکټ غوره ليگ دويم پړاو سياليو اتلولي وگټله

د ننگرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د شينوارو شپږگونو ولسواليو ورزشي مديريت په همغږۍ د ياد ولايت په شينوارو ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د ځوانانو يووالي او د ااا له نظام څخه د ملاتړ په موخه د شينوارو ټېپ بال کرکټ غوره ليگ (SPL) دويم پړاو سيالۍ د ختيځ ځوانانو لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د يادو سياليو پايلوبه د ختيځ ځوانانو او گېنگ سټار لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، ختيځ ځوانانو لوبډلې د لوبې پچې په گټلو سره په ټاکلو لسو اورونو سيالې لوبډلې ته د ۱۴۲ منډو هدف کېښود، گېنگ سټار لوبډلې ياد هدف ترلاسه نه کړ او د ۲۷ منډو په توپير يې ماته ومنله.

د يادونې وړ ده، چې د دغو سياليو په پای اتلې لوبډلې ته د اتلولۍ جام او غوره لوبغاړو ته بېلابېلې چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۲۱:۱۹
Background image

د نن ورځې لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

د نن ورځې لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۲۱:۸
Background image

پکتیکا؛ مرکز ښرنه کې د کې- ون کېک بوکسېنګ ١٠٠ ورزشکارانو ته د ارتقأ کمربندونه ورکړل شول

د پکتیکا ولایت د بدني روزمې او ورزش آمریت له لوري د کې- ون کېک بوکسېنګ فدراسیون ١٠٠ ورزشکارانو ته د ارتقأ بېلابېل کمربندونه ورکړل شول.

د کمربندونو ورکولو په دغه مراسمو کې د پکتیکا. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۶:۳۹
Background image

زابل؛ مرکز قلات ښار کې د ۵۴ ورزشکارانو ترمنځ دکیک بوکسنګ سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت له لوري د یاد ولایت مرکز قلات ښار کې له اتو کلبونو د ۵۴ ورزشکارانو ترمنځ د کېک بوکسېنګ سیالۍ ترسره شوې، چې دوې ورځې یې دوام وکړ.

دا سیالۍ د نویو. . .

BACK TO NEWS