ننگرهار؛ جلال اباد ښار کې د څلورو لوبډلو ترمنځ کيو کوشين کان کراټې سيالۍ ترسره شوې
د ننگرهار ولايت د بدني روزنې او سپورټ رياست اړوند د کراټې فدراسيون استازولۍ له لوري د شپږمې ناحيې په ورزشي جمنازيوم کې د ولايتونو په کچه د لومړي ځل لپاره د څلورو لوبډلو د ۱۰۰ جوړو ترمنځ " وخت د اتحاد دی " په نوم د کيو کوشين کان کراټې دوستانه سيالۍ تر سره شوې.
په دغو سياليو کې د کونړ، لغمان، کابل او کوربه ننگرهار لوبډلو ورزشکارانو په درېيو کټگورو نويو ځوانانو، ځوانانو او لويانو برخه اخیستې وه.
د دغو سياليو د ترسره کېدو موخه د ورزشکارانو هڅول او د سالمې تفريح برابرول ياد شوي وو، چې يوه ورځ يې دوام وکړ او په پای کې د ياد ولايت د سپورټي رياست له لوري غوره ورزشکارانو ته مډالونه او ستاينليکونه ورکړل شول.
